پخواني وزیراعظم نواز شریف ته نن د پاکستان سفارتي پاسپورټ جاري شوې دې

0
148

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم لیګ نون مشر او پخوانی لومړی وزیر نواز شریف چې په لندن کې دی، دیپلوماتیک پاسپورټ ورکړل شو.

د نواز شریف کورنۍ سرچینو تایید کړې چې پخواني لومړي وزیر ډیپلوماتیک پاسپورټ ترلاسه کړی دی.په لندن کې د وزيراعظم نوازشريف سره ليدنه، پاکستان ته په ورپېښو ستونزو خبرې اترې شوي دي

بل خوا نواز شریف هم وايي، چې سفارتي پاسپورټ یې له ډېرو ورځو راهیسې ورسره دی.ياده دي وي چي نن د وزيراعظم شهباز شريف سره لندن کښي نواز شريف ملاقات کړے وو، ملاقات کښي مريم نواز، خواجه آصف، ملک احمد خان، سليمان شهباز او حسين نواز هم موجود وو، د ليګ د مشرانو ملاقات تر دريو بجو پوري جاري وو .
دا په دوو ورځو کې په لندن کې له نوازشريف سره د لومړي وزير شهباز شريف دويمه ليدنه وه، په دې لیدنه کښې د پاکستان په اړه په مهمو موضوعاتو ټینګار شوې دې، سرچینې وایی چې د پوځ سرلښکر په ټاکنه هم خبرې شوي دي او داسې ویل کیږي چې د پوځ سرلښکر لپاره نوم ټاکل شوي دي په داسې وخت کښې چې د پاکستان پوځ سرلښکر حنرال قمر جاوید باجوه به ددې میاشت په آخر کښې ریټایرډ شي.

دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې دپي ټي ائي لانگ مارچ، دپوځ د نوي مشر په تقرر، ګرانۍ او نورو مسايلو خبرې اترې شوي دي.

Leave a reply