د پاکستاني کلدارې په مقابله کښې ډالر ارزښت راټیټ شوې

0
214

باغی ټي وي رپورټ
نن په انټربینک بازار کې د ډالر ارزښت یو څه راټیټ شوی، په داسې حال کې چې په ازاد بازار کې د ډالر ارزښت ثابت پاتې دی.

د سټيټ بينک له مخې د انټر بينک کاروبار په پای کې د ډالر قيمت 221 روپۍ 42 پيسې دی.ډالر پرون په 221 روپۍ 65 پيسې بند شو، په انټر بينک کې ډالر 23 پيسې ارزانه شوى دى.

په ازاد بازار کې د ډالر بيه په ٢٢٧ روپۍ ٧٥ پيسې پاتې ده.دا خبره د یادونې ده چې نن د پاکستان سټاک ایکسچینج کې د سرمایه کارۍ مثبته ورځ وه.

100 انډیکس په یو وخت کې 693 پوائنټونه 42,959 ته لوړ شو مګر تجارت 635 پوائنټ پورته په 42,901 پای ته ورسید.نن په بازار کې د 29 کروړه حصص کاروبار وشو، د ونډو په بازار کې د کاروبار ارزښت د 10 اربه روپو څخه زيات و.د بازار سرمایه 79 اربه روپۍ زیاته شوې ده. د کاروبار په پای کې د بازار سرمایه 6 زره 846 اربه روپۍ ده.

Leave a reply