د عمران خان دواړه زامن پاکستان ته راغلي دي او د خپل پلار پوښتنې له ورغلي دي

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف د مشر عمران خان دوه زامن د پلار لیدو لپاره لاهور ته رسېدلي دي.

ياده دې وي چې عمران خان د نومبر په درېيمه نېټه په وزيراباد کې د پي ټي ايي د لانګ مارچ پر مهال په يوه قاتلانه بريد کې ټپي شوی و.

د ډزو له پېښې وروسته عمران خان په لندن کې له خپلو زامنو سره هم په ټیلیفون تماس نیولی او هغوی یې هڅولی دی.
اوس داسې راپورونه دي چې د عمران خان دوه زامن قاسم او سلمان لاهور ته رسېدلي دي.

قاسم او سلمان د هغه د لیدو لپاره زمان پارک کې د خپل پلار کور ته ورغلل، په دې موقع هغوی اوویل چې د برید په خبر دوی سخت خفه شوی دی.
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې په ۳ نومبر د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) چیرمین عمران خان په هغه د برید وروسته په انګلستان کې له خپلو ماشومانو سره په ټیلیفون تماس هم نیولې وو.

دسرچينو له مخې دعمران خان زامنو دهغه دحالت پوښتنه وکړه. تر دې مخکې د عمران خان پخوانۍ مېرمنې جمیما ګولډسمیت په ټویټر کې ویلي وو چې دا خبر وحشتناک دی خو د خدای شکر دی چې هغه ښه دی، د عمران خان دزامنو د هغه تکړه سړي څخه هم مننه کړې وه چې بریدګر ی نیولې وو.

ياده دي وي چي په ۳ م نومبر د پی ټي آئي چيئرمين په کنټينر باندي د ډزو پيښه رامخي ته شوي وه چي پکښي يو تن مړ او د عمران خان او فيصل جاويد په شمول 13 کسان ژوبل شوي وو۔
……………………..

Leave a reply