د پاکستان اولس باید د عراق او شام هیوادونو څخه سبق واخلی، عمران خان د فوځ او ملکي ادارو په ضد کرکه خپروي: لنډیکوتل پریس کلب کښې خبرې غونډې ته د مشرانو ویناوې

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني وزيراعظم عمران خان د چلند او غير آئيني اقداماتو په ضد د لنډي کوتل د مختلفو سياسي او سماجي خلکو په لنډیکوتل پریس کلب کښې خبرې غونډه وکړه.
د مسلم ليګ (ن) مشر قاضي محب اپريدي اوویل چې خلکو د عمران خان جعلي اعلان په کلکه رد کړی دی. سماجي کارکوونکې محمد اسلام شينوارى وايي، د تحريک انصاف مشر د پاکستان سلامتیا لپاره ګواښ دى.
د پاکستان مسلم لیک نه مشر ساجد خان اپرید اوویل چې عمران خان د وینا پیل د کنځل نه کوي او هغه د ملکي ادارو او فوځ په ضد کمپاین پیل کړې دې، هغه اوویل چې شام او عراق کښې چې کله عام خلک د فوځ او ملکي ادارو په ضد شو نو نن تاسو د هغه ملکونو امنیت او اقتصادي تباهي په خپلو سترګو وینې. هغه اوویل چې عمران خان د عام پاکستانیانو او ملکی ادارو او فوځ ترمینځ نفرت او کرکه خپروي او دا ټول د ملک او د اولس په زیان تمامیږی
.
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر قاري نظیم ګل شینواری اوویل چې تحریک انصاف په بشپړه توګه ناکامه شوی او هېواد یې دیوالیه کیدو ته نږدې کړی دی، نوموړي اوویل چې چې عمران خان بهرنۍ اجنډا تعقیبوي او هڅه کوي چې د هېواد مفلسه کړي. مونږ له سترې محکمې څخه غوښتنه کوو چې د دوی نیت ښه نه دی او باید د دوی پر وړاندې سوموټو اقدام وشي.
هغه وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په دوه اړخیزه تجارت کښې ی ډیر بد رول ولوبول او نن د افغانستان سره چې کومې سوداګریزې اړیکې خرابې شوي دي نو دا هم د عمران خان حکومت د غلطو پریکړو وجه ده چې نن د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې دي.

د لنډیکوتل سماجي ،سیاسی او غیرسیاسي مشرانو او استاذو اوویل چې نن چې په سوریا او عراق کښې کومه ناارامي او بحران راغلې دې، هم دغه وجه وه چې په دې ملک کښې د فوځ او عام اولس ترمینځ کرکه پیدا کړې شوه او نن دا هیوادونه په سیاسی او اقتصادی توګه ویجاړ شوي دي.
مشرانو اوویل چې په پاکستان کښې باید دا موقع چاله ور نه کړې شی او او ددې اولس او فوځ او د ملکی ادارو ترمینځ باید نفرت او کرکه پیدا نه شی.
دوی اوویل چې عام اولس باید په دې سوچ وکړي چې ددې هیواد فوځ او دا ملکی ادارې هم ددې اولس او هیواد حفاظت کوي او عام اولس باید د خپل هیواد د فوځ په ضد او ملکی ادارو په ضد و نه کارول شي.
محمد صدیق بنوري وویل چې له مونږ سره ودریږئ ترڅو ملت له دې ناورین او فتنې څخه خلاص کړو.
د عوامي نېشنل پارټۍ لنډې کوتل صدر زبير ولي وويل عمران خان نعرې وهلې چې مونږ د مدينې رياست جوړوو او بیا ی د حقيقي ازادۍ لپاره مبارزه پیل کړه ، هغه زیاته کړه چې دغه شان عمران خان په ډېرو نعرو او اعلانونو خلک اوغولول. هغه اوویل چې له کله نه چې عمران خان سیاست ته راغلې دې نو له سیاست څخه هغه خوند او ښایست ورک شوې دې او عمران خان د کنځلو او کرکې سیاست ته دوام ورکړې دې.

………………………

Leave a reply