په کراچۍ او حیدراباد کې دې بلدياتي ټاکنې ترسره شي: د سندهـ هايي کورټ د ټاکنو کمېشن ته غصه شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ هائي کورټ د انتخاباتو په پرله پسې ځنډولو د اليکشن کميشن غصه څرګنده کړې او امر ئي کړی چې بس شو، اوس په کراچۍ او حيدراباد کې انتخابات وشي.
د بلدياتي انتخاباتو په اړه د جماعت اسلامي او پي ټي آئي د درخواستونو اورېدنه د سندهـ هائي کورټ د چيف جسټس په مشرۍ کښې وشوه۔
د اورېدنې په مهال جسټس يوسف علي سعيد پوښتنه وكړه چې ولې ټاكنې بار بار ځنډول كېږي؟
چيف جسټس اميرعلي ايم شيخ ريمارکس ورکړو چې دامنيت ستونزه ده نو په کراچۍ او حيدراباد کې انتخابات ولې نه کيږي؟ د ټاکنو ترسره کول ستاسو مسولیت دی.
د الېکشن کمېشن وکيل وويل چې پرون د رخصتۍ له امله غونډه نه شوه کولے، په دې اړه چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې دا د اليکشن کميشن ده نه سکول، نو د رخصتۍ په صورت کې څه شو؟ غونډه دې شوې واى، بس ده، انتخابات دې وشي.
چيف جسټس پوښتنه وکړه چې د آئي جي سندھ او ډي جي رينجرز رپورټ چرته دي؟ چيف جسټس سخت غصه څرګنده کړه او پوښتنه يې وکړه چې کوم پوليس په سيلاب کې ځي؟ دا راته ووایه چې پولیس له سیلاب ځپلو سره څه کوي؟ د پولیسو دنده څه ده؟
جسټس امير علي ايم شيخ وويل يو کلي ته ووايه چې پوليسو د سيلاب ځپلو لپاره عمليات کړي دي، په سندهـ کې څومره خلک دي؟ دا راته ووایه چې پولیس چیرته دي؟
ایڈووکیټ جنرل سنده په عدالت کښې نور وخت وغوښته په کومه چې چیف جسټس سنده هائی کورټ اوویل چې نور وخت نه ورکوو مونږ سمدستي رپورټ غواړو.
عدالت ډي جي رېنجرز او آئي جي سنده ته د پرسونل د مجموعي شمېر په اړه رپورټ وړاندې کولو امر کړی او ويلي يې دي چې ډي جي رېنجرز او آئي جي سندھ دې پخپله حاضر شي او يا دې يو لوړ رتبه افسر وټاکي.
د اليکشن کميشن وکيل وويل چې د الېکشن کمېشن غونډه دې وشي او بيا دې اورېدنه وشي، په دې اړه چيف جسټس وويل د غونډې سره زمونږ هيڅ تعلق نشته، تاسو په کراچۍ او حيدراباد کې انتخابات وکړئ.
د سندهـ هائي کورټ د مقدمې نوره اوريدنه د نومبر تر ۱۴مې پورې وځنډوله.
…………………