اسلامي امارت د پاکستان حکومت له لورې د افغان مهاجرینو او مسافرو سره د ناسم چلند په اړه کلک غبرګون ښودلی.
اسلامي امارت د پاکستان حکومت له لورې د افغان مهاجرینو او مسافرو سره د ناسم چلند په اړه کلک غبرګون ښودلی.
10 نومبر 2022
د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره د پولیسو د ناسم چلند په اړه غبرګون ښودل شوی.
اعلامیه زیاتوي له څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې؛ افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، له پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي.
پاکستان د افغانستان یو نژدې او داسې ګاونډی هیواد دی چې دواړه ولسونه یې د اسلامي ورورګلوۍ او ګډ کلتور ترڅنګ ګڼ نور نه بېلېدونکي مشترکات لري. دغه راز په پاکستان کې سلګونه زره افغان مهاجرین میشت دي او هلته نه يوازې خپل غیر سیاسي ژوند کوي، بلکې د کوربه هیواد په ابادۍ او اقتصادي وده کې یې هم پاموړ رول لرلی دی.
د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کي افغان سفارت او قونسلګریو په پرلپسې توګه هڅه وکړه خو له بده مرغه د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نشوه.
اړوند موضوعات
د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو نیونې د یو شمېر افغانانو غبرګونونه راپارولي دي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تل د دیپلوماتیکو لارو د پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي، هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربهتوب وکړي.