ننګرهار پوهنتون کې د (Poster Presentation) تر سرلیک لاندې څېړنيز نندارتون ترسره شو

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د نندارتون د پرانیستې پرمهال وويل، د دغې پوهنتون محصلين د نظري او تیوري زده کړو تر څنګ په عملي برخه کې هم لاسته راوړنې لري، چې نن ورځ د لسګونو څېړنو پايلې د ټولنې سره شریکوي.
نوموړي څېړنې د پوهنتونونو او علمي مرکزونو اساس وباله او زیاته یې کړه، چې پرته له څېړنو پوهنتونونه هيڅ معنى نه لري.
(2022 / 11 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار پوهنتون مسؤلین وايي، په یاد نندارتون کې د وترنري علومو پوهنځي د وروستي کال د ۱۰۹ تنو محصلینو د هغو څېړنیزو پروژو پايلې نندارې ته وړاندې شوې، چې د عامې روغتيا، حيواني محصولاتو توليد، ساتنې، حفظ الصحې، حيواني صحت، د مالدارۍ اړوند چرګانو، شاتو مچیو، غواګانو، پسونو، وزو روزنې، فارمینګ منيجمينټ، د غذايي موادو انالايزيز، زونوټيک او نورو حيواني ساري ناروغيو د واقعاتو په اړه یې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړې وې.