پاکستان نیوزي لینډ ته ماتې ورکړه، د ټي ټونټي نړیوال جام پای لوبې ته اووت

0
140

باغی ټي وي رپورټ
د آئي سي ټي ټونټي ورلډ کپ په اولني سيمي فائنل کښي پاکستان نيوزي لينډ ته په ماتي ورکولو سره فاينل ته کواليفائي کړے دے۔

پاکستان د نیوزیلینډ لخوا ټاکل شوی ۱۵۳ منډې هدف په وروستي اوور کې د بابر اعظم او محمد رضوان د نیمه سلیزو په مرسته پوره کړ.

د سډني په کرېکټ لوبغالي کې د نیوزیلنډ کپتان کین ویلیمسن پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.
ځوابي توپ وهنې کې بابر اعظم په ۵۳ منډو او محمد رضوان ۵۷ منډو جوړولو سره پویلین ته راستون شو، محمد حارث په ۳۰ منډو او شان مسعود په توپ اچونه کې بریالۍ شارټ لوبه وکړه.

له پنځلسو شل اوریزو لوبو وروسته بابر اعظم او محمد رضوان د سل منډو اوپننګ سټینډ جوړ کړ، دواړو اوپنرانو د انګلینډ خلاف د کورني سیریز په دویمه شل اوریزه لوبه کې د سل منډو ملګرتیا جوړه کړې وه.

دا د بابر اعظم او رضوان ترمنځ د نهمې سلیزې ملګرتیا ده دا د بابر اعظم او رضوان ترمنځ د نهمې سلیزې ملګرتیا ده.

Leave a reply