د پي ټي آیی مشر شاه محمود قریشي ویلی دي چې په عمران خان د قاتلانه حملې ایف آئي آر مونږ ته قبول نه دې
باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي یو ځل بیا پر عمران خان د برید ایف آی آر رد کړ.
لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قريشي اوويل چې د عمران خان خلاف درج شوې ايف آئي آر د منلو نه دے، ايف آئي آر دې د متاثرينو د نيت په بنياد وي۔
ده ووئيل په ټول هېواد كښې په عمران خان د بريد په ضد احتجاجونه روان دي او زمونږ ټول پام ايف آئي آر ته دے ځكه چې د درخواست كوونكو له اورېدو پرته مقدمه درج كړې شوې٬ تر څو چې رانا ثناءالله ناست وي انصاف به نه وي۔
د پي ټي آئي مشر وئيلي دي چي لانګ مارچ به سبا د وزير آباد نه شروع کيږي، آزادي مارچ به په هر صورت خپل منزل ته رسيګي، دوي به د انتخاباتو نيټې سره واپسي کوي، اوس ټول قوم تيار دے.
…………………….