د پاکستان زیاتو خلکو د پاکستان تحریک انصاف احتجاج رد کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) لانګ مارچ د پاکستان د اکثريت له خوا رد شو.
د انسټیټیوټ فار پبلک اوپینین ریسرچ (IPOR) د یوې سروې له مخې ۵۹ فیصده پاکستانیانو د تحریک انصاف لانګ مارچ رد کړی او ۳۲ فیصدو یې ملاتړ کړی دی.
54٪ پي ټي آئي ته مشوره ورکړه چې قومي اسمبلۍ ته لاړ شي او په سړکونو د احتجاج کولو پرځای مسلې حل کړي.
په تيرو وختونو کې پي ډي ايم ته هم د خلکو لخوا مشوره ورکړل شوې وه چې د احتجاج پر ځای قومي اسمبلۍ ته ولاړ شي.
په سروې کې ۳۸ فیصدو ویلي چې د لانګ مارچ له لارې به څه ترلاسه نه شي، په داسې حال کې چې ۳۵ فیصدو ویلي چې د مارچ هدفونه به تر لاسه شي.
ياده دې وي چې لانګ مارچ په عمران خان تر بريد وروسته ودرول شو او اوس به د زیارت په ورځ بيا پيلېږي.
………………………….






