له افغانستانه ۵۴ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول شول

0
174

له افغانستانه ۵۴ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول شول

د یادولو وړ ده چې ۶۸ تنه نور ماشومان چې مخکې یې درملنه شوې وه دوی جرمني ته لېږل شوي، ډېر ژر به هېواد ته راستانه شي. په تېرو کلونو کې هم د همدې پروګرام له مخې سلګونه ماشومان جرمني ته لېږل شوي او تر درملنې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

(2022 / 11 / 9    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانې سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د جرمني د یوې موسسې په مالي مرسته ۵۴ ناروغ او ټپي ماشومان د درملنې په موخه دغه هېواد ته استول شوي دي.

د دې موسسې په وینا دغه ماشومان چې د زړه په ناروغیو، سوځېدلو او ماتو شویو هډوکو اخته وو، د «دی کلی» په نوم د المان د موسسې په مالی همکارۍ به په دغه هېواد کې تداوی شی.

د کلي انسټیټیوټ دغه راپور تایید کړی او ویلي یې دي چې پر دغو ماشومانو دوه میلیونه ډالره لګښت راځي. تر دې دمه دغې ادارې تر ۴۵ زره ډېر افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږدولي دي.

د آلمان د کليو د انستيتوت مشرې کلاوډيا وويل: “زه پوهيږم چې تاسو ډارېږئ چې په موږ باور وکړئ او خپل ماشوم موږ ته وسپارئ، مګر کله چې ستاسو ماشوم زموږ سره په درد او ژړا کې لاړ شي، موږ ژمنه کوو چې هغه به مسکا بېرته راشي.”

د سرې میاشتې ویاند عرفان الله شریفزي هم تېره ورځ رسنیو ته وویل چې دغه ماشومان به د پنجشنبې په ورځ د عقرب په ۱۹مه جرمني ته ولېږل شي.

Leave a reply