د سوئی ګاز شرکتونو د ګازو بیعه تر ۲۳۷ سلنې زیاتولو غوښتنه کړې ده

0
182

باغی ټي وی رپورټ
د سوئي ګازو شرکتونو د ګازو په نرخونو کې د ۲۳۷ فیصده زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

سوئی ناردرن او سوئی سدرن اوګرا ته د توسیع لپاره درخواستونه جمع کړی دی.

د اوګرا له مخې د ګيس په نرخ کښې د زياتولو غوښتنه د روان مالي کال له لومړۍ جولائي څخه شوې ده، سوئي ناردرن د ګيس په اوسط قيمت کښې د 237 فيصده زياتوالي غوښتنه کړې ده کومه به چې 1294 روپۍ في ايم ايم بيټي يو شي۔

سوئی ناردرن د اوګرا نه غوښتنه کړې چې د ګاز اوسط قیمت 1,840 روپۍ فی ایم ایم بی ٹی یو مقرر کړي.
د اوګرا له مخې سوئي سدرن د ګيس په نرخ كښې د 96 فيصده زياتوالي غوښتنه كړې، سوئي سدرن د 667 روپو 44 پيسې في ايم ايم بي ټ يو په اوسط نرخ كښې د زياتوالي غوښتنه كړې۔

سوئي سدرن د اوګرا نه غوښتنه کړې چې د ګيس اوسط نرخ 1360 روپۍ في ايم ايم بيټي يو مقرر کړي۔
……………………..

Leave a reply