قمر زمان کائره ویلي دي چې عمران خان د ټکر او جګړې په لور روان دی

0
158

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم سلاکار او د پيپلز پارټۍ مشر قمر زمان کائره وئيلي دي چې عمران خان د اختلاف په لاره روان دی .

قمر زمان کائره ووئيل چې تر اوسه پورې چې كوم څه ترلاسه شوي دي هغه د محاذ آرائي له لارې ترلاسه كړي دي، هغه تصادم د مخالفو ګوندونو سره وي، اليكشن كمېشن سره وي، پوځ سره وي او يا عدليې سره.
د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره” په پروګرام کې قمر زمان کائره زياته کړه چې اوس د هغه دريځ دا دی چې زما بقا په جګړه کې ده.

د وزيراعظم سلاکار او د پيپلز ګوند مشر ويلي عمران خان د اسټيبلشمنټ مخالف نه دی او نه يې هم داسې کومه غوښتنه لري.

Leave a reply