امریکا یو ځل بیا په عمران خان د برید غندنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
امريکا يو ځل بيا د پاکستان د تحريک انصاف په مشر عمران خان ځانمرګی بريد غندلی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيد پرائس د بريفنګ ورکولو پر مهال وويل، چې په سياست کې تاوتريخوالي ته ځاى نشته، له ټولو خواوو يې وغوښتل، چې له تاوتريخوالي، ځورونې او ګواښونو ډډه وکړي.
نیډ پرائس وویل امریکا پاکستان ته د جمهوري او امن په سترګه ګوري، مونږ د پاکستان له خلکو سره ولاړ یو، په تیرو څو ورځو کې په پاکستان کې د څه پیښیدو په اړه اندیښنه لرو.
دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند وويل دنړيوالو حقونو لکه دبيان او احتجاج ازادۍ ته بايد درناوى وشي، دوي دخبرو اؤ نظر دآزادۍ په اړه دټولو هيوادونو انديښنو ته دوام ورکوي اؤ په دغه لړ کې به دپاکستاني چارواکو سره هم خبرې جاري ساتي. د مطبوعاتو آزاده مطبوعات د هر ملت او دیموکراتیک راتلونکي لپاره حیاتي دي.
نید پرائس وویل، د روسیې او هند اړیکې څو لسیزې اوږدې شوې چې په سړه جګړه کې پیل شوې، له هند سره د امریکا اقتصادي، امنیتي او پوځي اړیکې جوړې نه شي، هند ویلي چې د اوکراین د جګړې او وینو تویولو مخالف دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه، دا مهمه ده چې روسیه د نړۍ او په ځانګړې توګه د هند په څېر هېوادونو څخه دغه پیغام ترلاسه کړي او هیله لري چې له هند سره په ټولو برخو کې اړیکې ژورې شي.
د نیډ پرائس په وینا، اداره به د هند او امریکا په اړیکو کې بدلون ته دوام ورکړي، هغه وویل چې له روسیې سره د هند سوداګري په قصدي توګه لغوه شوې، د روسیې د انرژۍ سرچینې د بندیزونو تر پوښښ لاندې نه دي.
……………………………






