د بدخشان واخان ولسوالۍ د پامیرونو ځینو اوسیدونکو ته د تابعیت تذکرې ورکړل شوې.
د بدخشان واخان ولسوالۍ د پامیرونو ځینو اوسیدونکو ته د تابعیت تذکرې ورکړل شوې.
8 نومبر 2022
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ادارې یو پلاوي پامیرونو ته سفر کړی او د ځایي اوسیدونکو ته یې د تابعیت تذکرې ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې یو پلاوي د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ پامیرونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې سیمې اوسېدونکو ته د تابعیت تذکرې ووېشلې.
په دې سفر کې د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو رییس حبیب الرحمن عثماني او مل ټیم یې له پامیرونو لیدنه وکړه او د دې سیمې شاوخوا ۵۷۱ تنو ته یې د تابعیت تذکرې ووېشلې. په وېشل شویو تذکرو کې ۵۰۱ مثنی او ۳۵ هغه یې نوې تذکرې وې او ترڅنګ یې د ۱۲۷ تذکرو د انځورونو تجدید هم ترسره شو.
اړوند موضوعات
د واخان پامیر اوسېدونکو ته د الیکترونیکي تذکیرو د وېش لړۍ پیل شوه
د ویلو وړ ده، چې په راتلونکو پړاونو کې به د پامیرونو نورو پاتې اوسېدونکو ته هم د تابعیت تذکرې ووېشل شي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد ټولو اوسېدونکو ته د چټکو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنه ده.