د سي سي پي او لاهور د معطلۍ په ضد درخواست ناقابل سماعت ګرځولې شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ د سي سي پي او غلام محمود ډوګر د معطلۍ خلاف درخواست ناقابل سماعت ګرځولې دې۔
د لاهور هائي کورټ جسټس مزمل اختر د سي سي پي او لاهور غلام محمود ډوګر د معطلۍ په ضد د درخواست اورېدنه وکړه چې په مهال عدالت پوښتنه وکړه چې آيا هائي کورټ د معطلۍ په معامله د کتلو اختيار لري؟
د درخواست کونکي وکيل وويل د يو وفاقي وزير خلاف قانوني کاروائي شوې نو ځکه سي سي پي او په نښه شوي دي.
محکمې ویلي چې ظاهراً سترې محکمې ته دا واک دی، خو سترې محکمې دا واک څنګه دی؟
د وفاقي حکومت وکيل وويل چې سي سي پي او ته په دريو ورځو کې د رپورټ ورکولو غوښتنه شوې وه چې عمل پرې ونه شو او د راپور نه ورکولو په وجه د معطلۍ حکم جاري شو.
جسټس مزمل اختر وويل دعدالت پوښتنه دا ده چې هاي کورټ ته د دې مقدمې د اوريدو اختيار څنګه دى، لاهور هائي کورټ د دې درخواست د اوريدو اختيار نه لري.
عدالت د سي سي پي اوغلام محمود ډوګر د معطلۍ خلاف درخواست ناقابل سماعت ګرځولې دې۔
……………………………..