د پی ټي آیی مشر شاه محمود قریشي وایی چې قانون وايي چې FIR باید د شکایت کونکي د غوښتنې سره سم درج شي

0
45

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر شاه محمود قريشي هم په عمران خان باندي د حملي ايف آئي آر نه مطمئن نه شو.

په خپل يو بيان كښې شاه محمود قريشي ووئيل قانون وايي چې د مدعي د خواهش مطابق ايف آئي آر درج كړې شي٬ څه سم او څه غلط دي؟ دا موضوع د وروسته پلټنو لپاره ده.

بل خوا د تحریک انصاف مشر مسرت جمشید چیمه ویلي چې هغه ایف آی آر ردوي او پر ضد به یې محکمې ته ځي.
ياده دي وي چي سپريم کورټ په عمران خان باندي د قاتلانه حملي ايف آئي آر درج کولو حکم ورکړے وو چي وروسته پوليس په عمران خان باندي د حملي ايف آئي آر درج کړے دے۔

د سب انسپکټر عامر شهزاد خلاف ایف آئي آر درج کړے شوے دے چې پکښې د آی پی سی سیکشن 302، 224، 440 او ایف آئی آر نمبر 691/22 شامل دی.

د تحریک انصاف چیرمین عمران خان د نومبر په دریمه نیټه په وزیر آباد کې د لاریون پر مهال په یوه قاتلانه برید کې ټپي شو.
……………………………………………

Leave a reply