د پنجاب حکومت وياندې د پاکستان تحریک انصاف لانګ مارچ د نېټې د بدلولو علت بيان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب حکومت وياند مسرت جمشيد چيمه وايي، د ټي ټوئنټي ورلډ کپ سيمي فاينل له کبله د لانګ مارچ نېټه د چهارشنبې نه تر پنجشنبې پورې بدله شوې ده.
د لاهور په زمان پارک کې د پنجاب حکومت ویاند ویلي چې د پنجشنبې له ورځې د لاریون د بیا پیلولو پرېکړه حتمي ده.
تر دې وړاندې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان اعلان کړی وو چې لانګ مارچ به د سه شنبې په ورځ له وزيراباد څخه بيا پيلوي، خو بيا عمران خان ويلي وو چې لانګ مارچ به د سه شنبې نه نه بلکې د شورو په ورځ پېليږي.
بل خوا د پي ټي آئي مشر شاه محمود قريشي اعلان کړې چې اوس به لانګ مارچ د پنجشنبې نه پېل کوي، تر دې وړاندې هغه ويلي وو چې د عمران خان په هداياتو به سبا د سه شنبې په ورځ لانګ مارچ پېل کوي.
لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قريشي اوويل چې لانګ مارچ به له هماغه ځايه شروع کيږي چرته چې عمران خان وژل شوې وو۔
دا خبره د یادونې ده چې پاکستان تحریک انصاف یو ځل بیا د لانګ مارچ نیټه بدله کړه.
عمران خان پرون اعلان وکړ چې لانګ مارچ به د سه شنبې په ورځ له وزیراباد څخه بیا پیلوي، خو نن عمران خان ویلي چې لانګ مارچ به د سه شنبې په ورځ نه بلکې له چهار شنبې څخه پیل شي.
بل خوا د پي ټي آئي سينئر وائس چيئرمين شاه محمود قريشي اعلان کړې چې اوس به لانګ مارچ د پنجشنبې نه شروع کيږي، تر دې وړاندې هغه ويلي وو چې د عمران خان په هداياتو به سبا د سه شنبې په ورځ لانګ مارچ پېل کوي.





