پنډۍ کښې د پاکستان تحریک انصاف احتجاجونو له وجهې عام اولس له سختو ستونزو سره مخ دې

0
94

باغی ټي وي رپورټ
په راولپنډۍ کې د پاکستان تحریک انصاف د کارکونکو د احتجاج له امله د ښار ګڼې لارې بندې شوې چې له امله یې مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ټريفک پوليس وينا ده چي احتجاج له وجي مري روډ، اقبال پارک روډ دواړه سړکونه بند کړي وو، ټيکسلا جي ټي روډ، رته شاه مارګله روډ هم بند کړے شوي وو۔
د دې نه علاوه سرای کلا چوک هم د احتجاج له وجې بند دی.

د ټريفک پوليس ترمخه اولډ ائيرپورټ روډ د دواړو خواو نه د ټريفک لپاره خلاص دے، مال روډ او پيښور روډ هم د ټريفک لپاره خلاص دي او د مري روډ نه علاوه د اقبال پارک نه علاوه د راولپنډئ ټول داخلي لوئي سړکونه د ټريفک لپاره خلاص دي۔
دا خبره د یادونې ده چې له پرون څخه د پاکستان د تحریک انصاف د کارکنانو لخوا د اسلام اباد په داخلی دروازو کې مظاهرې روانې دي چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د تحريک انصاف د احتجاج له امله مهمې لويې لارې بندې شوې او د ګاډو اوږدې کتارونه جوړ شوي چې پکې په زرګونو مسافر په ټريفک جام کې بند پاتې دي.

امبولانسونه هم په بیلا بیلو سیمو کې په ترافیکي جامو کې بند پاتې دي.

د لاريونونو له امله د راولپنډۍ اسلام اباد ښاريان له سختو ستونزو سره مخ دي او يوه اوسېدونکي ويلي، چې له شپږو ساعتونو راهيسې روات ټي چوک ته څېرمه له ماشومانو سره په موټر کې ولاړ دي، د ټرافيکو د بحالۍ لپاره هېڅ اقدام نه کېږي.

یوې مور په ټلیفون شکایت وکړ چې د پېښور روډ په حاجي کېمپ چوک کې ترافیکي ګڼه ګوڼه ده او لور مې تر اوسه کور ته نه ده رسېدلې، لور مې دوه بجې ښوونځي ته ځي او لا هم په ترافیکو کې بند پاتې ده.
………………………………………..

Leave a reply