د تعلیم وفاقي وزیر په عمران خان برید یوه ډرامه بللې ده

0
194

باغی ټي وي رپورټ
د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير د وزيراباد لانګ مارچ پېښه يوه ډرامه وبلله.

شيخوپوره کښې ميډيا سره خبرو کښې رانا تنوير وويل چې د وزيراباد پيښې ملزمان نيولې شوي دي، د هغه پلټنې دې کوي، که کومه سازش وي نو هغه دې مخې ته کړے شي۔
هغوی وویل چې د لانګ مارچ پر مهال وژل شوی کس د عمران خان د ساتونکو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

رانا تنویر وویل چې عمران خان وايي چې که مارشل لا لگېږي نو باید ولګول شي، له همدې امله موږ د هغه پر ضد اقدام نه کوو.
دا خبره د یادونې ده چې په ۳م نومبر په وزیراباد کښې په عمران خان برید وشو چې پکښې عمران خان په خپله او نور ۱۳ کسان ټپيان شول، د سپریم کورټ په غوښتنه د پیښې ایف آیی ار هم درج شوي دې .
……………………………………

Leave a reply