پاکستان تحریک انصاف کارکوونکو د اسلام آباد په داخلي لارو کښې احتجاجونه پیل کړي، مسافر او عام اولس له سختو ستونزو سره مخ دې

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف د کارکنانو لخوا د اسلام اباد په داخلی دروازو کې مظاهرې روانې دي چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د تحريک انصاف د احتجاج له امله مهمې لويې لارې بندې شوې او د ګاډو اوږدې کتارونه جوړ شوي چې پکې په زرګونو مسافر په ټريفک جام کې بند پاتې دي.

امبولانسونه هم په بیلا بیلو سیمو کې په ترافیکي جامو کې بند پاتې دي.
د لاريونونو له امله د راولپنډۍ، اسلام اباد ښاريان له سختو ستونزو سره مخ دي او يوه اوسېدونکي وويل، چې له شپږو ساعتونو راهيسې د راولپنډۍ ټي چوک ته څېرمه له ماشومانو سره په موټر کې ولاړ دي، د ټرافيکو د بحالۍ لپاره هېڅ اقدام نه کېږي.

یوې مور په ټلیفون شکایت وکړ چې د پېښور روډ په حاجي کېمپ چوک کې ترافیکي ګڼه ګوڼه ده او لور مې تر اوسه کور ته نه ده رسېدلې، لور مې دوه بجې ښوونځي ته ځي او لا هم په ترافیکو کې بند پاتې ده.

هغوی غوښتنه وکړه چې د خدای په رضا دې بندې شوې ټرافيکي بېرته پرانيستل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载