نړیوال مالیاتي ادارې پاکستان کښې د سیلابونو له امله باید د پاکستان پورونه معاف کړي: د ملګرو ملتونو سرمنشي

باغي ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په پاکستان کې د سیلابونو ځپلې سیمې د پرتګال په پرتله درې چنده لویې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د مصر په شرم الشیخ کې له لومړي وزیر شهباز شریف سره تر لیدو وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان په دې شېبو کې مرستې ته اړتیا لري، پاکستان د بیا میشتیدنې لپاره په پراخه پیمانه مرستو ته اړتیا لري او دا د ټولنې مسؤلیت دی. له پاکستان سره پوره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، پاکستان هومره د پورونو معافیت نه دی ترلاسه کړی لکه څنګه چې باید وي، پاکستان د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.

انتونیو ګوتریش وویل چې د یو بل سره د مرستې کولو د جذبې مثال چې ده په پاکستان کې لیدلی هغه باید نړیوالې ټولنې ته ښکاره شي.
ده ووئيل پاكستان يو متوسط عايد لرونكي هېواد دے خو د قرضونو د معافۍ ګټه يې نه ده ترلاسه كړې۔نړيوال مالي ادارې جي 20 پاكستان بايد د متوسط عايد لرونكي هېوادونو لپاره د قرض معاف كولو لپاره يو ميكانيزم جوړ كړي۔ د مالي سیسټم بیاکتنې ته اړتیا ده چې پاکستان د پورونو معافیت ترلاسه کړي، ملګري ملتونه به د پاکستان تر څنګ ودریږي او د پاکستان له خلکو او حکومت سره بشپړ پیوستون څرګند کړي.
…………………………………………

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载