پاکستان تحریک انصاف د پولیسو په مدعیت کښې د عمران خان برید په اړه درج شوي ایف آیی ار رد کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان د وژنې په اړه په پولیسو کې درج شوې ایف آی آر رد کړی دی.
د پاکستان تحریک انصاف مشر فرخ حبیب په ټوېټر یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې د نیول شوي تورن د دوو بېلابېلو ویډیويي بیانونو په خپرولو سره چا هڅه وکړه چې وژونکي برید ته مذهبي رنګ ورکړي او اوس پر پولیسو تور دی. زما خپله ایف آی آر درج شوی دی، ټول نظام افشا شوی دی.
ده ووئيل چې د جزايي كوډ د 154 برخې په نظر كښې نيولو سره د مدعي نه د هغه د غوښتنې سره سم د FIR كولو حق هم سلب كړې شوې۔ پنځه ورځې وروسته ایف آی آر درج شو، هغه هم د پولیسو په شکایت کې او د وژل شویو کسانو نومونه پکې نه وو شامل.
بلخوا د پي ټي آئي مشر حماد اظهر وئيلي دي چي فريادي پوليس جوړ کړے دے او د عمران خان په نوم دري کسان ايف آئي آر نه ورک دي، بايد چي عدالت ورکړے شي۔
ياده دي وي چي تيره ورځ د پاکستان سپريم کورټ په عمران خان باندي د قاتلانه حملي ايف آئي آر درج کولو هدايات ورکړي وو ولي وروسته د تحريک انصاف چيئرمين په کنټينر باندي د ډزو ايف آئي آر درج کړے شوے دے۔
د ښار وزيراباد پوليس سټيشن کښي ايف آئي آر درج کړے شوے دے۔
د سب انسپکټر عامر شهزاد خلاف ايف آئي آر درج کړے شوے دے او د مقدمې مدعي د وزير آباد د پوليس سټيشن سب انسپکټر عامر شهزاد دے.
مقدمه کې د ترهه ګرۍ دفعات 302، 224، 440 شاملې دي او ايف آئي آر نمبر 691/22 دی.
د ايف آئي آر د متن ترمخه ډزي د کنټينر د کيڼ اړخ نه شوي دي، نويد زوئ بشير په ډزو کښي ملزم نامزد کړے شوے دے۔
ياده دي وي چي د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د نومبر په دريمه نيټه په وزير آباد کښي د لانګ مارچ په مهال په قاتلانه حمله کښي ژوبل شوي وو۔
…………………………………………






