عمران خان د واک څخه لرې کولو روستو ذهني توازن خراب شوې او وس هرڅوک بدنانومي: د پاکستان دفاع وزیر

0
192

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، ولسمشر ته د عمران خان لیک هیڅ اهمیت نه لري، له واکه لیرې کېدو وروسته د یو کس ذهني توازن داسې خراب شو، چې هر څوک یې بدناموي.

خواجه اصف د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې وويل د پوليسو سټيشن، پوليس او د ايف آئي آر درج کول د پنجاب پوليس په لاس کې دي، پنجاب پوليس بايد د جرم ځای خوندي کړی وای.
هغه وويل عمران ته دا ستونزه ده چې قوالي دده لپاره نه کيږي، هغه غوښتل چې ډي جي ائي ايس ايي ده ته په سياسي توګه ګټه ورسوي.

ياده دې وي چې د پخواني وزيراعظم عمران خان لخوا تيره ورځ اولس مشر ته په ليکل شوي خط کې وئيل شوي وؤ چې دکورنيو چارو وزير په مکرر ډول ده ته د وژنې ګواښونه کوي، د دروغو تورونو، ځورولو، بې انصافه نيولو او د بندي کولو په شان تاکتيکونو سره مخ دي. شکنجه ده.

په خط کې عمران خان وئيلي دي چې صدر مملکت دې د هغه په مشرۍ کې د مسؤلينو د معلومولو لپاره پلټنې وکړي او د ذمه وار کسانو احتساب دې وکړي.
…………………………………..

Leave a reply