په تخار ولایت کې د املوکو حاصلات د تېر کال په پرتله دولس سلنه ډېر شوي دي.

0
85

په تخار ولایت کې د املوکو حاصلات د تېر کال په پرتله دولس سلنه ډېر شوي دي.

7 نومبر 2022

د ورکړل شويو شمېرو له مخې، سږ کال د تخار له باغونو څخه پنځوس ټنه املوک ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر څلور څلوېښت ټنه و.

د تخار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس رحیم الله احدي د مالدارۍ په حاصلاتو کې دولس سلنه زیاتوالی تاییدوي.

 

هغه وويل، چې تېر کال د تخار له باغونو څخه ٤٤ ټنه املوک ترلاسه شوي وه، خو سږ کال دا شمېر ٥٠ ټنو ته لوړ شوى دى.

 

د بڼوالو روزنه او د بڼوالۍ د نویو میتودونو په اړه هغوی ته معلومات ورکول او له کروندګرو سره د چارواکو تخنیکي همکاري په دغه ولایت کې د املوکو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کېږي.

اړوند موضوعات

کرنې او مالدارۍ وزارت: کندز ولایت کې د کبانو په روزنه او تولید کې ۵۰سلنه زیاتوالی راغلی.

په ورته وخت کې بڼوال د خپلو حاصلاتو له ډېرېدو خوښ دي، خو له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د دوی حاصلاتو ته بازار موندنه وکړي.

Leave a reply