په عمران خان باندې برید کښې ککړ اصلي تن یو ګاونډۍ هم نیول شوی دې

باغی ټي وي رپورټ
پوليس او سي ټي ډي په عمران خان د بريد پلټنه کوي.

دسرچينو ترمخه پوليس اؤ سي ټي ډي دگوجرانواله په وزيراباد سيمه کې عمليات کړي چې پکې دمرکزي ملزم نويد گاونډي نيول شوى دى.

دپوليسو وينا ده چې ملزم احسن نوميږي چې دکمپيوټر هارډوير دوکان لري.
دا خبره د یادونې ده چې سپريم کورټ د پنجاب پوليس آئي جي ته امر کړے چې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان باندې د حملې ايف آئي آر درج کړي۔

د عمران خان خلاف د توهين عدالت د مقدمې اورېدنې په مهال د تحريک انصاف د چيئرمېن وکيل عدالت ته وويل چې په عمران خان د بريد مقدمه لا نه ده درج شوې.

سپريم کورټ آئي جي پنجاب او ايډوکيټ جنرل پنجاب احضار کړي او د عمران خان وکيل سلمان اکرم راجا هم عدالت ته حاضر شوي دي۔

چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې دزيارت په ورځ ډيره افسوسناکه پيښه رامينځته شوه، ايا مقدمه درج شوې ده؟

سلمان اکرم راجا وویل چې د ایف آی آر د ثبتولو په اړه ډیر څه نه پوهیږي، د ایف آی آر د ثبتولو هڅه شوې، شاید تر اوسه ثبت شوې نه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网