ملکی امنیتي ادارو د پاکستان تحریک انصاف مهمو مشرانو د نیولو پریکړه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
قانون نافذونکو ادارو د پاکستان تحریک انصاف د مهمو مشرانو د نیولو فیصله کړې ده.
سرچينې وائي دشورو په ورځ ناوخته دقانون نافذونکو ادارو په غونډه کې مهمې پريکړې وشوې، په غونډه کې دپروېز خټک، شيخ رشيد شفيق، عامر کياني، علي امين ګنډاپور اؤ ملک عامر ډوګر اؤ نورو د نيولو فيصله وشوه.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اسلام اباد هوايي ډګر ته د لارې بندولو پر ضد به سمدستي کاروايي وشي، رينجرز، ايف سي او پوليس به اسلام اباد هوايي ډګر ته مارچ کوي.
ياده دې وي چې د پاکستان د تحريک انصاف مشر پرويز خټک له نن څخه اسلام اباد ته د ننوتو او وتلو لارې د تړلو اعلان کړی و.
د دې نه علاوه د ملک عامر ډوګر آډیو هم مخې ته راغلې وه چې پکښې
د پي ټي آئي مشر عامر ډوګر واټساپ ګروپ غړو ته د دھرنا، احتجاج او سړکونو د بندولو لارښوونه کوله.
……………………..