اسلام آباد هایی کورټ د وژل شوی خبریال ارشد شریف د مور لخوا د پوسټ مارټم راپور ترلاسه کولو لپاره نوټس جاری کړي دې

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ کينيا کې په ډزو وژل شوي سينئر خبريال ارشد شريف د مور لخوا د زوي د پوسټ مارټم رپورټ ترلاسه کولو په درخواست نوټس جاري کړی دی.
د ارشد شریف مور دوه ورځې وړاندې د خپل زوی د پوسټ مارټم رپورټ ترلاسه کولو لپاره عدالت ته ورغلې وه چې نن یې اورېدنه وشوه.
د اسلام اباد هائي کورټ جسټس عامر فاروق د اورېدنې لپاره د پمز هسپتال استازۍ ته طلب کولو سره اړخونو ته نوټس جاري کړې او اورېدنه يې تر پنځلسم نومبر پورې ځنډولې ده۔
ياده دې وي چې جيو نيوز په کينيا کې د وژل شوي خبريال ارشد شريف د پوسټ مارټم رپورټ ترلاسه کړی دی.
په پوسټ مارټم رپورټ کې د ارشد شریف د مړینې علت ګڼ ټپونه ښودل شوي، په راپور کې ویل شوي چې ارشد شریف د سر له ښي اړخ څخه یوه مرمۍ لګېدلې چې له امله یې مغزو ته زیان رسېدلی او دوهمه مرمۍ د شا په پورتنۍ برخه کې لګېدلې ده. په ښي اړخ ولګېد، هغه مرمۍ چې د ارشد شریف له کمر څخه پورته ولګېده د سینې له ښي اړخ څخه راوتلې وه.
په راپور کې راغلي چې دوهم مرمۍ ارشد شریف د هغه سږو ته زیانمنه کړې، دواړه مرمۍ له منځني واټن څخه په عصري وسلو ویشتل شوي دي.
د ارشد شریف پوسټ مارټم ټیم د نورو څیړنو لپاره د بدن د مختلفو برخو نمونې هم ترلاسه کړي دي.
…………………………….






