ضلع خیبر کښې د داعش ډلې ترهګرو په ضد عملیات ترسره شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور ريجن او سيکورټي فورسز د ترهه ګرۍ په ضد محکمي (سي ټي ډي) نن سهار په خيبر ضلع کښي مهم عمليات کړي دي۔
د سي ټي ډی له لوري جاري شوی بیان کښې ویل شوي دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست (CTD) او امنیتي ځواکونو په خیبر ضلع کې د ترهګرو د شتون په اړه د تایید شویو معلوماتو په اساس عملیات ترسره کړل.
د خيبر ضلعې په غړیزه سيمه کې د ترهګرو د استوګنې پر يوه کور چاپه اووهل شوه او له کور څخه ترهګرو ناڅاپه په امنیتی ځواک ډزې پيل کړې.
ترهګرو په وړو او غټو وسلو سره په امنيتي ځواکونو او د سي ټي ډي دعملياتو په ټيمونو ډزې پيل کړې او د لاسي بمونو او RPG-7 سره يې حمله وکړه.
سکيورټي فورسز او سي ټي ډي ځوابي کاروائي اوکړه او په ترهګرو باندي ډزي شروع کړې۔
ډزو درې ساعته دوام وکړ. ددوه طرفه ډزو له ختميدو وروستو په سيمه کې د لټون او پاکولو عمليات پيل شول.
د سرچ او کلیئرنس عملیاتو په مهال ترهګر لیاقت علي عرف شاهین چې د انورشاه زوې دې وژل شوی او 03 ترهګر په ژوبل حالت کې نیول شوي دي.
وژل شوی ترهګر لیاقت عرف شاهین د داعش مهم کمانډر وو او د ترهګرۍ په لسګونو مقدمو کښې سي ټي ډي ته مطلوب وو. د سرکاری سرچینو مطابق دا ترهګري په ترهګریز بریدونو کښې ککړ وو
……………………………





