وفاقي پولیسو خبردارۍ ورکړې دې چې د هغو کسانو پروړاندې به اقدام وشي چې له اجازې پرته لاریون کوي

0
104

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد پوليس وياند په ښار کې د حالاتو او د ممکنه احتجاجونو په اړه يو بيان جاري کړی دی.

د اسلام اباد د پولیسو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سیاسي ګوندونو مشرانو د اسلام اباد ټرافیکي لارې د تړلو اعلان کړی چې له امله یې د اسلام اباد ښاریان، محصلین او ناروغان له ستونزو سره مخ شي او له پیل څخه مخکې د لویو لارو د وضعیت د کتلو لپاره ۱۵ نمبر ته زنګ ووهئ. .
د اسلام اباد د پوليسو وياند وايي، په ښار کې له اجازې پرته د لاريون کوونکو پر ضد به اقدام کېږي.

وياند ووئيل چې د اسلام آباد انټرنېشنل ائيرپورټ نه به د راتلونكو قومي او نړيوالو مېلمنو لپاره لارې خلاصې ساتلې شي، ائيرپورټ ته بې له ځنډه ټريفك د قامي تشخص لپاره مهم دى، وفاقي قانون نافذ كوونكې ادارې به په ائيرپورټ او موټروې ته د رسيدلو لارو څارنه كوي۔
ویاند زیاته کړه چې له ټولو سیاسي ملګرو څخه غوښتنه کیږي چې د ادارې په اجازه په ټاکل شوي ځای کې لاریون وکړي او له خلکو غوښتنه کیږي چې د قانون پلي کونکو ادارو سره همکاري وکړي ، د هر ډول ناوړه فعالیت او اشخاصو په اړه په 15 نمبر تلیفون وکړي.
…………………………………..

Leave a reply