د رانا ثناءالله د نيب انکوائري ختمولو لپاره درخواست منظور کړے شوې دې

0
84

باغی ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ د وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله د نيب انکوائري ختمولو درخواست منظور کړے دے۔

نيب د رانا ثناالله خلاف د آمدن نه د زياتو اثاثو په اړه انکوائري کوي په داسې حال کې چې رانا ثناالله د نيب انکوائري په ضد لاهور هائي کورټ کښې درخواست دائر کړې وو۔

د لاهور هائي کورټ د جسټس علي باقر نجفي په مشرۍ کښې دوه کسيزه بنچ د رانا ثناءالله خلاف د آمدن نه د زياتو اثاثو د کيس اورېدنه وکړه۔
د نيب وکيل فيصل بخاري دريځ خپل کړے چې نيب لاهور هائي کورټ کښې د عدالتي حکم په ضد خپل جواب جمع کړے دے، اے اين ايف راناثنا الله د نشه يي توکو په مقدمه کښې ګرفتار کړے دے، هائي کورټ د هغه ضمانت منظور کړې دې۔

د رانا ثناءالله وکيل امجد پرويز وويل اے اين ايف وئيلي چې رانا ثناءالله ټوله جائيداد دمنشياتو کاروبار څخه جوړ کړى، دنيب په وينا رانا ثناء الله دکرپشن څخه اثاثې جوړې کړې دي، نيب دجلادادونو پلټنو لپاره نوټس هم ليږلى ؤ چې په عدالت کې يې چيلنج کړى دى.
امجد پروېز وکيل وويل چې جايداد يو شان دی خو د 2 مختلفو ادارو لخوا مختلف پوسټونه اخستل شوي دي.

وکيل رانا ثناءالله وويل چې په اړونده عدالت کې د اے اين ايف مقدمه اوريدنه روانه ده، عدالت پوښتنه وکړه چې د رانا ثناءالله په ضد کوم ريفرنس دائر کړل شوى دى؟

لاهور هائي کورټ د اړخونو دلائل اوريدو نه پس د راناثنا الله د نيب انکوائري ختمولو درخواست منظور کړے دے۔
…………………………………………………………………….

Leave a reply