په ننګرهار کې د غازي امان الله خان ښارګوټي او شهیدانو مېنې د ګلدان جوړولو چارې پېل شوې

په ننګرهار کې د غازي امان الله خان ښارګوټي او شهیدانو مېنې د ګلدان جوړولو چارې پېل شوې
د دغې پروژې د پرانیستې پرمهال د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید وویل، چې دا د هغه “۵۸” پروژو برخه ده چې د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو دفتر له لوري به په راتلونکې کې په نورو ناحیو کې هم تطبیق کېږي، چې د بیا رغونې ترڅنګ به زرګونه خلکو ته پکې د کار کولو زمېنه برابره شې.
(2022 / 11 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ننګرهار کې د غازي امان الله خان ښارګوټي او شهیدانو مېنې د ګلدان جوړولو چارې پېل شوې.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د ملګرو ملتونو د پروژي خدمتونو دفتر (UNOPS) لخوا د افغانستان د ټولنېز ملاتړ او معیشیت پروګرام تر نامه لاندې د “۹۴” زره ډالرو په ارزښت د “۱۲۷۷” متره په اوږدوالي د جلال اباد تورخم په لویه لاره د نهمې ناحیې د غازي امان الله خان ښارګوټي او شهیدانو مېنې د سړک منځ ګلدان په اساسي او معیاري توګه رغول کېږي.
د دغې پروژې د پرانیستې پرمهال د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید وویل، چې دا د هغه “۵۸” پروژو برخه ده چې د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو دفتر له لوري به په راتلونکې کې په نورو ناحیو کې هم تطبیق کېږي، چې د بیا رغونې ترڅنګ به زرګونه خلکو ته پکې د کار کولو زمېنه برابره شې.
مسؤلین وايي، اوسمهال به ددې پروژې په جریان کې هره ورځ د سیمې “۲۰۰” بې روزګاره خلکو ته د کار کولو زمېنه برابره شې او دوه نیمو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شې.






