په ټویټر کې جعلي حسابونه به پرته له خبرتیا د تل لپاره وتړل شي

0
239

په ټویټر کې جعلي حسابونه به پرته له خبرتیا د تل لپاره وتړل شي

د ټویټر د نوي مالک په توګه په خپلو لومړیو کړنو کې، هغه درې لوړ پوړي مدیران هم له دندو ګوښه کړل او د راپورونو له مخې، د ټویټر 50٪ کارمندان به له دندو ګوښه شي. د پیرودلو پرمهال ماسکتر دې وړاندې ټویټر ویلي وو چې ټویټر د جعلي اکاونټونو د پېژندلو توان نه لري او په دې شبکه کې یې د احتمالي سکریننګ اعلان کړی و.

(2022 / 11 / 7    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ټویټر شبکې نوي مالک ایلن ماسک اعلان وکړ چې په شبکه کې به جعلي حسابونه د تل لپاره بند شي.

دغه امریکايي میلیاردر چې په دې وروستیو کې یې ټویټر د ۴۴ میلیارد ډالرو په بدل کې اخیستی، اعلان کړی چې جعلي اکاونټونه به له خبرتیا پرته د تل لپاره بند شي.

هغه ویلي دي چې دوی د ټویټر اکاونټونو د تاییدولو په بهیر کې هیڅ ډول استثنا نه مني او جعلي اکاونټونه پرته له کوم اخطار پرته د ښکاره نومونو په یادولو سره بندوي.

د ټویټر نوي مالک د موجوده ټویټر حسابونو لپاره د تایید پراخه پروسه اعلان کړې او ویلي یې دي چې هیڅ استثنا به نه وي.

ټویټر د ټولنیزو رسنیو یو له خورا مشهور پلیټ فارمونو څخه دی ، او ښاغلي ماسک د جمعې په ورځ ، د نومبر په څلورمه ډله ایزې ګوښه کول پیل کړل.

اړوند موضوعات:

ایلن ماسک د ټويټر پر هغو کاروونکو چې اکونټونه یې وریفای دي میاشتنی ۸ ډالره وضع کړي دي 

Leave a reply