د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال: د بېکاره اشخاصو دقیق ارقام نلرو؛ خو مغرضې کړۍ یې ډیر ښيي 

0
89

د دغه وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت په تېر یوه کال کې د هغو کسانو اعلان شوې احصایې ردوي چې ګواکې دندې یې له لاسه ورکړي دي، وايي چې د بېکارۍ کچه هغومره نه ده لکه د ځینو رسنیو راپور. ښاغلي مخدوم د سره صليب د کمېټې هغه شمېرې رد کړې، چې ګواکې تېر کال څه باندې ۷۰۰ زره کسان بېکاره شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، چې دوی په هېواد کې د بې کاره کسانو کره شمېره نه لري.

(2022 / 11 / 7    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير مخدوم عبدالسلام سعادت وايي، دوی په هېواد کې د بې کاره کسانو کره شمېره نه لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۵ مه د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري غونډه کې ولایتونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل.

د دغه وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت په تېر یوه کال کې د هغو کسانو اعلان شوې احصایې ردوي چې ګواکې دندې یې له لاسه ورکړي دي، وايي چې د بېکارۍ کچه هغومره نه ده لکه د ځینو رسنیو راپور. ښاغلي مخدوم د سره صليب د کمېټې هغه شمېرې رد کړې، چې ګواکې تېر کال څه باندې ۷۰۰ زره کسان بېکاره شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، چې دوی په هېواد کې د بې کاره کسانو کره شمېره نه لري.

تر دې وړاندې د سره صليب کمېټې او سيګار اعلان کړى و، چې د ا.ا. په مشرۍ حکومت له واک ته رسېدو وروسته تر ٧٠٠ زرو زياتې دندې له لاسه ورکړي او دا لړۍ مخ په پراخېدو ده.

Leave a reply