قریشي د برطاینه سرکاري دوره کوي

0
70

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ۲۶ ستمبر نه تر ۲۸ستمبر پورې د برطانیه دوره کوي، قریشي به په برطانیه کښې خپل همسیال سره اوویني او د برطانیه نور چارواکو سره به هم ملاقاتونه وکړي.

د پاکستان وزارت خارجه په سرکاری ویب پانړه باندې د یو خپور شوي خبر لیک مطابق وزیرخارجه په برطاینه کښې پاکستانیانو سره هم ملاقات وکړي، په دې سفر کښې به هغه د برطانیه چارواکو سره په مختلفو مسلو او د برطانیه او پاکستان ترمینځ د اړیکو نور ښه کولو لپاره ټینګار وکړي.
یاده دې وی چې تیره میاشت د برطانیه پخوانۍ د بهرنیو چارو مرستیال ډومینیک راب د پاکستان دوره هم کړې وه ،پاک افغان پوله تورخم ته هم راغلې وو او پاکستاني چارواکو سره په دې منطقه کښې راپیښ د امنیت په مسلو ټینګار کړو وو.
یاده دې وي چې د پاکستان وزیرخارجه دې نه مخکښې هم د وسطی ایشیا ملکونو دوره وکړه او د افغانستان په مسله او ددې جهګړي د ختمیدو لپاره ی د پاکستان دریځ او بیان ددې هیوادونو مشرانو ته تکرار کړو.
پاکستان د اول نه د افغانستان په اړه دا دریځ دې چې په دې هیواد کښې امن او ترقي هم د پاکستان په ګټه ده بلکه په دې خطه کښې ټول ګاونډی هیوادونو ته د افغانستان د امن او خوشحالي ګټه رسیږي. په موجوده وخت کښې چې امریکا او نیټو د افغانستان نه خپل فوځونه واپس بوتللی دي ، د پاکستان دا بیان دې چې نړۍ دې افغانستان یواځې نه پریږدي چې په دې هیواد کښې بیا ترهګري پیل نه شي او نه دا خاوره بل څوک د ترهګري لپاره استعمال کړي.

Leave a reply