د الوتکو په ضد ټوپکه غلو سره شته دې خو زمونږ پولیسو سره نشته دې: د سندهه وزیراعلی

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه ويلي دي چې د الوتکې ضد ټوپک د پوليسو سره نه بلکې د غلو سره دی.
په سکهر کښي په گھوټکي کښي د شهيد شوي انسپکټر عبدالمالک کمانګار له خپلوانو سره د غمرازۍ نه پس ميډيا سره خبرو کښي د سنده وزيراعلي اوويل چي کومي جديدي وسله چي ډنډورانو سره ده هغه ددي ځاي نه دي بلکه بهر نه راغلي دي۔
هغه زياته کړه چې کومې وسلې په سندهـ کې نه جوړيږي هغه دتندلارو لاس ته راځي. ځواب باید وموندل شي، پولیس دنده لري چې د دغو وسلو د رسولو مخه ونیسي.
د سندهـ وزيراعلي وويل په ګوټکي، کشمور او شکارپور کې اوس هم ځينې ستونزې موجودې دي خو په سندهـ کې داسې کومه سيمه نشته چې د نه ګوزاره سيمه وبلل شي.
هغه وويل، غله هيڅ سياسي ملاتړ نه لري، سياسي څېرې د مجرمينو په ملاتړ کې لاس نه لري، که کومه سياسي څېره د مجرمينو په ملاتړ کې لاس لري، بايد ورته وويل شي.
……………………………..