عمران خان د خپل صوبایی حکومت څخه د انصاف غوښتنه د ټوقې او مسخرې خبره ده: د پیپلز ګوند پارلیماني لیډر حسن مرتضی

0
106

باغي ټي وي رپورټ
دپيپلزپارټۍ پنجاب پارليماني ليډر حسن مرتضى وئيلي دي چې عمران خان په صوبه کې دخپل حکومت څخه دانصاف غوښتنه کول مسخرې خبره ده.

هغه وويل دپنجاب حکومت باوجود دا حيرانوونکې ده چې په لانگ مارچ بريد وشو.

هغه زیاته کړه چې د پنجاب اعلی وزیر او د کورنیو چارو وزیر د ایف آی آر درج کولو اجازه نه ورکوي او نه هم له خپلو چوکیو استعفا ورکوي.

د پيپلز پارټۍ مشر وويل عمران نيازي د اقتدار په غرض د ادارو په سياست کې د ښکيلتيا لپاره يوه ناوړه سازش کوي.

Leave a reply