پروېزخټک اعلان کړې دې چې د پی ټي آیی غړي به له نن شپې څخه اسلام اباد ته د ننوتو او وتلو لارې وتړي

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني دفاع وزیر او د تحریک انصاف مشر پرویز خټک اعلان کړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف کارکنان به له نن شپې څخه اسلام اباد ته د ننوتو او وتلو لارې بندوي.

له جيو نيوز سره په ځانګړو خبرو کې پرويزخټک وويل چې لانګ مارچ به د سه شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په ټولو ولسواليو کې پيل شي.
ده ووئيل خېبرپښتونخوا په څلورو برخو وېشل شوې ده، علي امين ګنډاپور به جنوبي ضلعو كښې ډي آئي خان ته د لانګ مارچ مشري كوي، مراد سعيد به مالاكنډ ډويژن كښې او زه به اسد قيصر او شاه فرمان په هزاره كښې د لانګ مارچ مشري كوم۔ به

ده ووئيل چې عمران خان به هره ورځ مازيګر څلور نيمې بجې په څلورو واړو صوبو كښې د ويډيو لينك له لارې كاركوونكو ته خطاب كوي۔
پرويز خټک وويل د لانگ مارچ ټول جلوس به د ١١ نه تر ١٤ ورځو پورې راولپنډۍ ته رسيږي، عمران خان به د راولپنډۍ څخه تر اسلام اباد پورې د لانگ مارچ مشري کوي.

ياده دي وي چي عمران خان د سه شنبي نه د وزير آباد نه د لانګ مارچ شروع کولو اعلان کړے دے۔
……………………………………

Leave a reply