چې ټاکنو کمیشن عمران خان په کرپشن کښې ککړ اعلان کړو و بیا ولې عمران خان د پارټۍ مشرۍ څخه استعفی نه ورکوي: وزیرداخله ،رانا ثناالله

0
157

باغی ټي وی رپورټ
د داخله چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې په عمران خان باندې هم تورونه لګول شوي وو ولې هغه د وزيراعظمۍ نه استعفي نه ده ورکړې چې د هغو پلټنه وکړي؟ د ټاکنو کمیسیون هغه په فساد کې ښکېل اعلان کړ، نو ولې یې د ګوند چوکۍ نه پرېښوده؟

د جيو نيوز پروګرام “نوي پاکستان” کې د خبرو پر مهال نوموړي وويل، چې عمران خان د جعلي ايف آئي آر درج کول غواړي، که څوک د ناروا مقاصدو لپاره کاغذ پرې کول غواړي، پوليس يې ردولی شي.
ده ووئيل عمران خان له رياست سره خيانت كوي بايد محاكمه شي۔

د سينيټر اعظم سواتي د ادعا شوې ويډيو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د کورنيو چارو وزير وويل چې کومه ويډيو خپره شوې ده په لومړي نظر کې دا جعلي ثابتيږي، اعظم سواتي دا ويډيو هم جوړه کړې او ځای يې هم ورته ښودلی دی.

شهزاد اقبال سره په خبرو کې رانا ثناءالله وويل عمران خان خپل سړي دومره ليوني کړي دي چې د سياسي ايجنډا په خاطر په ده د جنسي تشدد تورونه لگوي.

ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان تيره ورځ شوکت خانم هسپتال کښي خبري کانفرنس ته دوينا په مهال د وزيراعظم لخوا په ځان باندي د قاتلانه حملي د تحقيقاتو لپاره د فل کورټ جوډيشل کميشن جوړولو د اعلان هرکلے کړے وو او وئيلي ئي وو چي دري کسان دي پر خلکو د قاتلانه بریدونو تورونه دي، تر څو چې دوی استعفا نه وي کړې، شفافې پلټنې ممکن نه وي.

عمران خان ویلي چې ښايي د ده تورونه غلط وي خو د دې حق لري چې شفاف تحقیقات وشي، د پخواني وزیراعظم په توګه په ده باندې د قتل برید راپور تراوسه نه دې درج شوې.
………………………………

Leave a reply