عمران خان د برید په اړه د شفافو تحقیقاتو لپاره د لومړي وزیر شهباز شریف څخه د استعفا غوښتنه وکړه

0
182

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د برید په اړه د شفافو تحقیقاتو لپاره د لومړي وزیر د استعفا غوښتنه وکړه.

پخواني وزیراعظم عمران خان په مشروط ډول د وزیراعظم لخوا د ځان وژنې د پلټنو لپاره د فل کورټ جوډیشل کمېشن د جوړولو د اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په هغه درې کسان چې په دغه قاتلانه حمله کې تورن دي تر هغو به استعفی نه ورکوي. ثابته ده چې شفافه څیړنه ممکنه نه ده.
عمران خان ویلي چې ښايي د ده تورونه غلط وي خو شفاف تحقیقات د هغه حق دی، د پخواني وزیراعظم په توګه د ده په ضد د قتل ایف آئي آر درج کولو توان نه لري.

ياده دي وي چي عمران خان په شوکت خانم هسپتال کښي د خبري کانفرنس په مهال د سه شنبې نه د لانګ مارچ د بيا شروع کولو اعلان هم کړي وو۔

ده ووئيل لانګ مارچ به په لسو نه تر پنځلسو ورځو كښې راولپنډۍ ته رسېږي٬ هغه به د پېنډۍ نه د مارچ مشري كوي۔
………………………………..

Leave a reply