بابر اعظم به په ۲۰۴۸ کال کې د پاکستان لومړی وزیر وي.د پاکستان د بریا په اړه د خواجه اصف ټویټ

0
495

باغی ټي وي رپورټ
وروسته له هغه چې پاکستان د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله، په ټولنیزو رسنیو کې په زړه پورې تبصرو لړۍ پیل شوه.

په دې لړ کې د دفاع وزیر خواجه اصف هم د پاکستان د بریا مبارکي یو ټوېټ کاپي او پېسټ کړی دی.

په ټويټ کې ويل شوي چې پاکستان بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره سيمي فاينل ته کواليفائي کړی او اوس به پاکستان او نيوزي لېنډ په نيمه پايلوبه کې له يو بل سره مخامخ کېږي او بله نيمه پايلوبه کې به انګلستان او هند سره سيالي کوي.
په دغه ټوېټ کې زیاته شوې چې که موږ نیوزیلنډ ته ماتې ورکړو او انګلینډ هند ته ماتې ورکړه نو پاکستان او انګلینډ به د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام فاینل په څېر یو له بل سره مخامخ شي او که موږ انګلستان ته ماتې ورکړو او د ۱۹۹۲ کال تاریخ تکرار کړو نو د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم به وي. په 2048 کې زموږ کپتان اوسئ، لومړی وزیر به وي.

ياده دې وي چې د ۱۹۹۲ کال نړيوال جام پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان په مشرۍ ګټلی و.
…………………………….

Leave a reply