د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هم کرکټ لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
صدر عارف علوي د پاکستان کرکټ ټیم د ټي ټوئنټي ورلډ کپ سیمي فائنل ته د رسیدو نه پس د پاکستان ټیم لپاره یو پیغام جاري کړو.
عارف علوي په خپل ټوېټر خپل یو بیان کې ویلي، ښه وشول، پاکستانیان بې ساري استعداد لرونکي او بختور دي، د خدای شکر چې موږ نیمه پایلوبې ته ورسېدو.
ولسمشر لیکلي: “شاهین افریدي تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه، هغه یو جوهر دی، خدای خبر چې موږ د دې ښه خبر د راتلو لپاره څومره اړتیا درلوده.”
نوموړي د پاکستان کرکټ لوبډلې ته نيکې هيلې څرګندې کړې او په نيمه پايلوبه کې يې هم د بريا هيله وکړه.
بل خوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ګرین شرټس د عالي کارکردګۍ ستاینه کړې او لیکلي یې دي “دا یوه لویه شېبه ده، ټولو ته دې مبارک وي او پاکستان، هالنډ ښه لوبه وکړه”.
ياده دې وي چې پاکستان بنګله دېش ته په پنځو وکټو ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته ځان رسولی دی.
له ګروپ 2 څخه هند او پاکستان او له ګروپ ون څخه انګلستان او نیوزیلینډ نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده.
………………………………..