د پولیسو وردۍ په اړه ناوړه ټکي کارول، صوبایی پولیسو غوښتنه کړې چې د شاه محمود قریشي په ضد دې قانوني کاروایی وکړي

باغي ټي وي رپورټ
صوبايي پوليسو له حکومته غوښتنه کړې چې د تحريک انصاف د مشر شاه محمود قريشي لخوا د پنجاب پوليس يونيفورم ته د سپکاوي په اړه دې نوټس واخلي.
د پنجاب پوليس وياند لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې شاه محمود قريشي د زرګونو پوليس شهيدانو يونيفارم ته سپکاوې د افسوس وړ دي۔
د پوليس وينا ده چي وزير آباد کښي د عمران خان کنټينر باندي د قاتلانه حملي پيښه د افسوس وړ ده۔
دپوليسو د وياند په وينا پوليس خپلې دندې دسياسي او ډله ييزو ګټو څخه بهر ترسره کوي، هيله ده چې دپنجاب حکومت به په حکومت کې ددغه ګوند دمشر لخوا دپوليسو د يونيفارم د سپکاوي نوټس واخلي.
……………………………….






