په عمران خان د برید ایف آیی ار ستونزه، آیی جي پنجاب د استفعفی ورکولو پریکړه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو لخوا په عمران خان باندې د برید ایف آئي آر نه درج کولو په اړه د نیوکې نه پس د پنجاب آئي جی فیصل شاهکار د استعفی فیصله کړې ده.
د پنجاب انسپکټر جنرل پوليس فيصل شاهکار د آئي جي پنجاب په توګه د خپلو خدمات جاري نه کولو په اړه وفاقي حکومت ته خط ليکلي دي۔
د انسپکټر جنرل پوليس پنجاب فيصل شاهکار لخوا اسټيبلشمنټ ډويژن سيکرټري ته ليکل شوي خط کښې وئيلي شوي دي چې د ځينو شخصي وجوهاتو له وجې هغه د آئي جي پنجاب په توګه خپلې خدمات جاري نه شي ساتلې او غوښتنه يې کړې ده چې د پنجاب حکومت نه دې په فوري توګه د هغه خدمات واپس اخستلې شي۔ نور کار ته دوام نه ورکوی.
بل خوا فیصل شاهکار ته نږدې سرچینې وايي، هغه په داسې حال کې د عمران خان د برید د ایف آی آر په تړاو د چارج پرېښودو پرېکړه کړې، چې د پنجاب حکومت او فیصل شاهکار ترمنځ د لوړې کچې د تقررونو او تبادلو په ګډون پر نورو مسایلو کړکېچ روان دی. په پولیسو کې آئی جی پنجاب هم د سی سی پی او لخوا د چارج نه استعفی ورکولو په مسله ناخوښه وو.
……………………………..