د عمران خان برید په اړه تراوسه پورې ایف آیی ار درج نه شو
باغی ټي وي رپورټ
پر عمران خان د برید د ایف آی آر درج کولو په اړه د ګوندونو ترمنځ کړکېچ دوام لري.
دپوليسو دسرچينو له مخې پوليسو دپي ټي ائي مشر زبير نيازي په لمړۍ درخواست دکيس درج کولو فيصله نۀ ده کړې، ددواړو خواو ترمينځ ډيډ لاک پاتې دى، دډډ لاک په مهال دواړو خواو څلور ځله تماسونه نيولي خو پوليس خپل دريځ برقرار ساتلو ته تيار نۀ دى. بیرته ښکته کول
دسرچينو ترمخه دپوليسو په انديښنو کې درخواست کوونکي لوري دمشورې لپاره دوه ځله مهلت غوښتى وؤ چې دمشورې لپاره ورکړل شوى مهلت به نن ماښام ختم شي.
دپوليسو سرچينې وايي چې پوليسو دراتلونکي عمل په اړه هم تيارى نيولى دى، که نور ځنډ وشي نو ددولت په شکايت کې به يې مقدمه درج کړل شي.
سرچينې وايي چې د مقدمې درج کولو لپاره د پنجاب پوليس قانوني څانګې هم د قانوني ماهرانو سره د مشورې لړۍ پيل کړې ده.
ياده دې وي چې د نومبر په درېيمه نېټه په وزيراباد کې د تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان په دفتر وژونکې حمله شوې وه چې پکې 13 کسان ژوبل شوي وو او يو کس پکې وژل شوی ؤ خو د پېښې ايف آئي آر لا نه دی درج کړی شوی .
دسرچينو ترمخه دپنجاب وزيراعلي او عمران خان ترمينځ د ايف آئي آر درج کولو په معامله اختلاف موجود دى، پرويز الاهي په دې معامله قانوني گامونه اخستل غواړي خو عمران خان د خپلې خوښې سره سم ايف آئي آر درج کول غواړي.
…………………