پاکستان د ټي ټونیټي نړیوال جام سیمي فاینل ته لار پیدا کړه

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د شپږم ځل لپاره د شل اوریزو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

په اډیلیډ کې ترسره شوې لوبه کې د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن پچه وګټله او بابر اعظم ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، د بنګال ټایګرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې جوړې کړې او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې د ۱۲۸ منډو هدف په ۱۱.۲ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۱ منډې جوړې کړې.
کپتان بابر اعظم په ۳۳ توپونو د ۲۵ منډو جوړولو وروسته اوټ شو او محمد رضوان په ۳۲ توپونو د ۳۲ منډو جوړولو وروسته پویلین ته راستون شو.

په لومړۍ پاڼۍ کې شاهین شاه افریدي ۴، شاداب خان ۲، افتخار احمد او حارث رؤف یوه یوه وېکټه واخیسته.

د ټاس په موقع شکیب الحسن وویل مونږ د دې میچ لپاره ډیر په زړه پورې یو.

شاهین شاه افریدي د اوپنر لاتین داس ویکټ واخیسته، لاتین داس د لسو منډو په جوړولو سره پویلین ته راستون شو.
بابر اعظم وویل چې یوه بریا تل ستاسو باور زیاتوي، له دوو ماتو وروسته اوس موږ په دې لوبه تمرکز کوو، په لوبډله کې کوم بدلون نه دی راغلی.

تر دې مخکې د اډیلیډ په میدان کې ترسره شوې لوبه کې هالنډ سویلي افریقا ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.

سویلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره هند د شل اوریزو نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
………………………….

Leave a reply