د پنجاب مشیر داخله په خپلو پولیسو د ناباورې څرګندونه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د کورنیو چارو سلاکار عمر سرفراز چیمه په خپلو پولیسو د بې اعتمادۍ څرګندونه وکړه.
د لاهور په شوکت خانم هسپتال کښې ميډيا سره خبرو کښې ده ووئيل وزير آباد کښې د لانګ مارچ په مهال ډزې شوې ملزمانو ژوند په خطر کښې دے.
په دې موقع د پنجاب د كورنيو چارو صلاحكار عمر سرفراز چيمه ووئيل چې د اصل مسلې نه د بلدتيا هڅې روانې دي۔
ياده دې وي چې د پي ټي آئي مشر شاه محمود قريشي په وزير آباد کښې د عمران خان په ګاډي د ډزو په پيښه کښې د ايف آئي آر نه درج کولو په اړه د يو خبريال د پوښتنې په ځواب کښې د آئي جي پنجاب په کارکردګۍ د عدم اطمينان څرګندونه کړې وه۔ هغه وويل چې ځينې خلک بې وسه ښکاري، چې ښکاره ده، په پخواني وزيراعظم بريد شوى او پوليس سټيشن د لات او لعل سره معامله کوي.
هغه وويل پوليس تر فشار لاندې ښکاري، د ملزم بيان په څو دقيقو کې وائرل شو، آئي جي پنجاب د کارکردګۍ نه راضي نه دی.
…………………………..






