سری لنکا خپل د یو لوبغاړي نیول تایید کړي دي

0
42

باغی ټي وي رپورټ
د سریلانکا کرکټ بورډ د جنسي تیري په تور د توپ وهونکي دنوشکا ګوناتیلاکا نیول کیدل تایید کړل.

د سريلانکا کرکټ ادارې ICC خبر ورکړی، چې ګوناتيلاکا د جنسي تيري په تور نيول شوی، چې په سيډني کې يې پر يوې ښځې د جنسي تيري تور لګولی دی.

د سري لنکا بورډ وياند له مخې کرکټر به د نومبر په اوومه عدالت ته وړاندې کيږي او د سري لنکا کرکټ بورډ د حالاتو جاج اخلي۔
ویاند وايي، دوی به دا موضوع وڅېړي، که لوبغاړی مجرم وپېژندل شي، پر وړاندې به یې سخت چلند وشي.

د یادولو وړ ده چې د سریلانکا پر کرکټر د یوې ۲۹ کلنې میرمنې لخوا د جنسي تیري تور لګول شوی دی چې وایي د یو اپلیکیشن له لارې یې له دانوشکا سره ولیدل.

دغې میرمنې دانوشکا ګوناتیلاکا پر هغې باندې څلور ځله د جنسي تیري تور لګولی دی چې دا پیښه تیره اونۍ په یوه کور کې شوې ده.
دا خبره د یادونې ده چې د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د سریلانکا کرکټر دنوشکا ګوناتیلاکا په سډني کې د جنسي تیري په تور نیول شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې د سریلانکا پر کرکټر د یوې ۲۹ کلنې ښځې له خوا د جنسي تیري تور لګول شوی دی، دغه میرمن د یوه اپلیکیشن له لارې لیدل شوې وه.

د رسنیو په وینا دانوشکا ګوناتیلاکا پرون د جنسي تیري په تور نیول شوې وه، چې اوس به محکمې ته وړاندې شي.
…………………………………………….

Leave a reply