بنګله دیش پاکستان ته د ۱۲۸ منډو هدف ورکړې دې

0
80

باغی ټي وی رپورټ
بنګله دیش د کرکټ د شل اوریزه نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د رسیدو لپاره په مهمه لوبه کې پاکستان ته د ګټلو لپاره د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

په اډیلیډ کې ترسره شوې لوبه کې د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن پچه وګټله او بابر اعظم ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، د بنګال ټایګرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې جوړې کړې او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

د افغانستان له لوري شاهین شاه افریدي ۴، شاداب خان ۲، افتخار احمد او حارث رؤف یوه یوه وېکټه واخیسته.
د ټاس په موقع شکیب الحسن وویل مونږ د دې میچ لپاره ډیر په زړه پورې یو.

شاهین شاه افریدي د اوپنر لاتین داس ویکټ واخیسته، لاتین داس د لسو منډو په جوړولو سره پویلین ته راستون شو.

بابر اعظم وویل چې یوه بریا تل ستاسو باور زیاتوي، له دوو ماتو وروسته اوس موږ په دې لوبه تمرکز کوو، په لوبډله کې کوم بدلون نه دی راغلی.

تر دې مخکې د اډیلیډ په میدان کې ترسره شوې لوبه کې هالنډ سویلي افریقا ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.
………………………………………..

Leave a reply