د پاکستان مسلم لیک نه پخوانې نایب صدر رای قمر عمران خان ته په ګواښ ورکولو په تور نیول شوې دې

0
109

باغی ټي وي رپورټ
د حافظ آباد د مسلم لیګ نون پخوانی نائب صدر رائے قمر د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ته د ګواښلو په تور نیول شوی دی.

د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د عمران خان د ګواښلو پېښې نوټس اخيستی او د رائې قمر خلاف يې د قانوني کارروايۍ امر کړی او د آئي جي پوليس نه يې رپورټ غوښتی دی.
چوهدري پرويز الهي په خپل يو بيان کې وويل هغه څوک چې دوژنې ګواښونه کوي بايد دقانون منګولو ته راکش کړل شي، هغه چا چې عمران خان ته گواښونه کړي دي په ضد دې قانوني کاروائي وشي، هيچا ته اجازه نۀ ورکول کيږي چې قانون پخپل لاس کې واخلي.

د پنجاب د وزيراعلي چوهدري پرويز الهي په لارښوونه د پنجاب پوليس د مسلم ليګ (ن) حافظ آباد پخوانې نائب صدر رائے قمر نیولې دط، او د عمران خان ته په ګواښوونو ورکولو سره ی د هغه نه پلټنې پيل کړي دي۔

Leave a reply